Wardak.ORG

  • Full Screen
  • Wide Screen
  • Narrow Screen
  • Increase font size
  • Default font size
  • Decrease font size

د وردګو د فارغ شوو محصلینو د نمانځغونډې راپور

د نوو فارغ شوو محصلینو یوه برخه

دغه غونډه په څو برخو ویشل شوې وه چې د قرآن عظیم الشان له تلاوت او ملي سرود له غږولو  وروسته د غونډې په لومړۍ برخه کې ویناوې او پیغامونه وړاندې شول ، د غونډې دویمه برخه نوو فارغانو ته د ویاړلیکونو، ډالیو او ستاینلیکونو ویشلو ته ځانګړې شوې او د غونډې دریمه برخه چې د غرمې او ټنګ ټکور پروګرام وو.

د غونډې د ګډونوالو یوه برخه

د ویناوو په برخه کې د محصلینو د اتحادیې، د پوهنتونونو د استادانو، د وردګو د مرکزي عالي شورا د رییسه پلاوي، ولسي جرګې ته د کابل له ولایت څخه د ځینو بریالیو وکیلانو، د مدنې ټولنې او د ښځو په استازیتوب ویناوې او پیغامونه وړاندې شول. همدارنګه د هیواد د پوهنې وزیر جلالتمآب فاروق وردګ هم د یوه لنډ پيغام د رالیږلو په ترځ کې بریالیو فارغانو ته مبارکي وړاندې کړه او هغوی یې خپلو لویو ملي مسوولیتونو ته متوجه کړل. د غونډې د ویناوالو د خبرو مهم ټکي په لاندې ډول وو:

1.    زموږ د خلکو یووالی او زده کړې د حصول په لاره کې هڅې د راتلونکي د هر ډول بریاوو ضامن دی.

2.    د وردګو او میدان په ولایت کې یو پوهنتون جوړیدل د بل هر وخت څخه زیات ضروري دی ځکه چې دغه ولایت ګڼ محصلین لري او د هیواد په نورو پوهنتونونو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

3.    زموږ محصلین او فارغ شوي وروڼه او خویندې باید د یوه داسې مثبت بدلون په لوري کلک ګامونه کښیږدي چې د یوه پلان او ستراتیجۍ له مخې خپل پرمختګونه یقیني کړي او په سیمه کې باید چې د نارینه او ښځینه طبقې د تعلیم لپاره له کوم تبعیض پرته هڅې و شي.

4.    فارغ شوو محصلینو ته د دندو په پیدا کولو او په پوهنتونونو کې د محصلینو د علمي او معیشتي ژوند د ښه کولو په برخه  کې باید د سیمې ټول مشران که هغوی حکومتي چارواکي، ملي سوداګر، د کورنیو او نړیوالو موسساتو کارکونکي او یا په بهر کې اوسیږي له دغه بهیر سره د خپلې اسلامي او ملي دندې له مخې مرسته وکړي.

5.    زموږ هغه شمیر خلک چې په ښارونو کې میشت دي باید چې د کلیوالو سیمو د خلکو مشکلات او ستونزې هیرې نه کړي بلکي له هغوی سره د تعلیمي چاپیریال په برخه کې هراړخیزه مرسته وکړي.

6.    د کابل پوهنتونو د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځۍ استادې آغلې حمیرا حقمل اعلان وکړ چې همدا نن د نوموړې د شخصي هلو ځلو په نتیجه کې د یوه پوهنتون د بنسټ ډبره د وردګو او میدان د ولایت په مرکز کې ایښودل کیږي او هڅه روانه ده چې نوموړي پوهنتون په لومړي سر کې د کابل د پوهنتون یوه څانګه وي او که ملي پانګوال مرسته وکړي نو د یوه خصوصي پوهنتون شکل به غوره کړي.

7.    د وردګو د مرکزي عالي شورا رییس ښاغلي انجینر محمد طاوس ساجد، ولسي جرګې ته د کابل د ولایت څخه بریالیو وکیلانو هر یوه انجنیر شیرولي وردګ او ډاکتر عبیدالله کلیمزي د خپلو خبرو په ترځ یادونه وکړه چې په وردګو کې د زده کړو د روان بهیر د ښه والي لپاره به کار کوي او د محصلینو د ستونزو د لرې کولو لپاره یې د اړتیا پر مهال د هر راز مرستو چمتوالی څرګند کړ.

ورپسې په ترتیب سره د کابل پوهنتون، کابل طبي پوهنتون، کابل پولیتخنیک پوهنتون، د ښوونې او روزنې پوهنتون، د خوست پوهنتون، د پکتیا پوهنتون او البیروني پوهنتون د مختلفو پوهنځیو فارغ التحصلانو ته د وردګ مشرانو له لوري ویاړلیکونه، تقدیرنامې او ډالۍ ورکړل شوې او غونډه په غرمنۍ، ټنګ ټګور او دعایې سره پای ته ورسیده.

یاده دې وي چې د تیرو څلورو کلونو راهیسې هر کال د وردګو د محصلینو لپاره د تعلیمي کال په پای کې د وردګو د محصلینو د اتحادیې، ځینو کلتوري ټولنو او مشرانو په نوښت ځانګړې نمانځغونډې جوړیږي او د نوو فارغ شوو محصلینو د فراغت جشن د ځانګړو مراسمو په ترځ کې نمانځل کیږي. 


نظریې 

 
+1 #5 شفیع سمسور 2011-10-21 06:05
سلامونه!ټولو درنو د ویب سایټ چلوونکو ته مینه او اجترام وړاندی کوم هیله کوم چی په ویب باندی نور کار هم وشی په ډیزاین کی یی او د بنډار خونو و جوړولو او همدارنګه نورو وردګو وروڼو ته د وصل یو ځای جوړ شی او د وردګو د يوالی لپاره تاسی یوه ځانګړی نظر پوښتنه وکوی تر څو مونږ د یوالی له نظره هم په افغانستان کی ځانګړی شو.
تبصره ولیکی
 
 
+1 #4 zabihuulah Noori 2011-09-26 10:12
This is zabihullah noori Agent of wardak youth association
تبصره ولیکی
 
 
+1 #3 پوهندوی ارکانحرب دکت 2011-04-02 20:41
قدرمنو او دهیواد وتلیو ،لایقو ، وطن پرستو ،دینداره متمدنه محصلینو اسلام علیکم ورحمت الله تعالی
وردګ دتاریخ په اوږدو کې دیر ویاړلي او تاریخي افتخارات لري ، لنډ مثالونه ېې غازي محمدجانخان وردګ- کریم خان وردګ - وزیرغلامحمد خان وردګ - ملامشک عالم وردګ - او ډیر نو ر چې زموږ دهیواد اکثریت قومونو په منځ کې دغه شانته کسان نشته ، نو له دې خاطره زه ډیر ویاړم چې زموږ وردګ محصلین هر ډول استعداد لري مګر نن چې دافغانستان اکثریت واګې دوردګو په لاس کې دی مثلا ( وزیر دفاع - وزیر معارف - وزیر امنیت ملي - ریس امنیت ریس جمهور - قوماندان قول اوردوی قندهار - قوماندان هواي قهرمانصاحب او ډیر نو ر اما وردګ یو پوهنتون نه لري او شاګردان ېې په جلا ل اباد - قندهار - -خوست او ډیرو نورو ولایتو کې تحصیل کوي ، وردګ هرڅه لري ، هر ډول متخصصین لري خو یو مبتکر دیپلومات او سیاست پوه نه لري هغه چې شته دوطن نه لرې دمحاجرت په ژوند کې دتنهايي ژوند ته ادامه ورکوي، ګران وطندارانو مخترعین - سیاست پوهان وروزی ، او زه تاسې ته د ( لراوب او همدارنګه بینوا ) ویبسایټو کې مقالې او مضامین لیکلي لفطا ېې ولونۍ او هر ډول موضوع چې سیاسي اړخ ولري زمانه پوښتنه وکړی زه ېې حتما درته لیکم، فقط تاسې ماته موضوع را ولیږی زه ېې درته په یوه هفته کې دتاسې ایمیل ته درلیږم ستاسې وطندار ، ستاسې خدمتګار، زما ایمل ادرس ته ېې را ولیژی
تبصره ولیکی
 
 
0 #2 sadaf 2011-02-12 08:03
سلام علیکم ! درنو دسایت چلونکو له هلو ځلو مو منندوی یو او دلا بریالیتوب هیله مو په زړه کی لرو
درنو باسو وعده کړی وه چی دوردګو دمحصلینو دفراغت دلمانځغوندی ټول عکسونه به دسایت له لوری وکتلی شی خو به بعصف سره ځومیاشتی تیریژی چی مینه وال منتظر دی ولی دعکسو مو درک نه لګیژی
به مننی سره
الله مو مل شه
تبصره ولیکی
 
 
0 #1 Khalilullah Mayar 2011-01-10 18:10
I would like to congratulate this great success personally to all the graduates and meanwhile to the whole Afghan Nation. May Allah (s.w.t) grant them the chance and opportunity to serve their lovely country Afghanistan which really needs their efforts for the reconstruction.

Khalilullah Mayar,
Civil Engineering Weblog
http://civil_engineering.bloguna.tolafghan.com
تبصره ولیکی
 

نظریه ولیکی


امنیتی کد
تازه کول

تاسی دلته یاست: Home