

د نوو فارغ شوو محصلینو یوه برخه
دغه غونډه په څو برخو ویشل شوې وه چې د قرآن عظیم الشان له تلاوت او ملي سرود له غږولو وروسته د غونډې په لومړۍ برخه کې ویناوې او پیغامونه وړاندې شول ، د غونډې دویمه برخه نوو فارغانو ته د ویاړلیکونو، ډالیو او ستاینلیکونو ویشلو ته ځانګړې شوې او د غونډې دریمه برخه چې د غرمې او ټنګ ټکور پروګرام وو.


د غونډې د ګډونوالو یوه برخه
د ویناوو په برخه کې د محصلینو د اتحادیې، د پوهنتونونو د استادانو، د وردګو د مرکزي عالي شورا د رییسه پلاوي، ولسي جرګې ته د کابل له ولایت څخه د ځینو بریالیو وکیلانو، د مدنې ټولنې او د ښځو په استازیتوب ویناوې او پیغامونه وړاندې شول. همدارنګه د هیواد د پوهنې وزیر جلالتمآب فاروق وردګ هم د یوه لنډ پيغام د رالیږلو په ترځ کې بریالیو فارغانو ته مبارکي وړاندې کړه او هغوی یې خپلو لویو ملي مسوولیتونو ته متوجه کړل. د غونډې د ویناوالو د خبرو مهم ټکي په لاندې ډول وو:
1. زموږ د خلکو یووالی او زده کړې د حصول په لاره کې هڅې د راتلونکي د هر ډول بریاوو ضامن دی.
2. د وردګو او میدان په ولایت کې یو پوهنتون جوړیدل د بل هر وخت څخه زیات ضروري دی ځکه چې دغه ولایت ګڼ محصلین لري او د هیواد په نورو پوهنتونونو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
3. زموږ محصلین او فارغ شوي وروڼه او خویندې باید د یوه داسې مثبت بدلون په لوري کلک ګامونه کښیږدي چې د یوه پلان او ستراتیجۍ له مخې خپل پرمختګونه یقیني کړي او په سیمه کې باید چې د نارینه او ښځینه طبقې د تعلیم لپاره له کوم تبعیض پرته هڅې و شي.
4. فارغ شوو محصلینو ته د دندو په پیدا کولو او په پوهنتونونو کې د محصلینو د علمي او معیشتي ژوند د ښه کولو په برخه کې باید د سیمې ټول مشران که هغوی حکومتي چارواکي، ملي سوداګر، د کورنیو او نړیوالو موسساتو کارکونکي او یا په بهر کې اوسیږي له دغه بهیر سره د خپلې اسلامي او ملي دندې له مخې مرسته وکړي.
5. زموږ هغه شمیر خلک چې په ښارونو کې میشت دي باید چې د کلیوالو سیمو د خلکو مشکلات او ستونزې هیرې نه کړي بلکي له هغوی سره د تعلیمي چاپیریال په برخه کې هراړخیزه مرسته وکړي.
6. د کابل پوهنتونو د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځۍ استادې آغلې حمیرا حقمل اعلان وکړ چې همدا نن د نوموړې د شخصي هلو ځلو په نتیجه کې د یوه پوهنتون د بنسټ ډبره د وردګو او میدان د ولایت په مرکز کې ایښودل کیږي او هڅه روانه ده چې نوموړي پوهنتون په لومړي سر کې د کابل د پوهنتون یوه څانګه وي او که ملي پانګوال مرسته وکړي نو د یوه خصوصي پوهنتون شکل به غوره کړي.
7. د وردګو د مرکزي عالي شورا رییس ښاغلي انجینر محمد طاوس ساجد، ولسي جرګې ته د کابل د ولایت څخه بریالیو وکیلانو هر یوه انجنیر شیرولي وردګ او ډاکتر عبیدالله کلیمزي د خپلو خبرو په ترځ یادونه وکړه چې په وردګو کې د زده کړو د روان بهیر د ښه والي لپاره به کار کوي او د محصلینو د ستونزو د لرې کولو لپاره یې د اړتیا پر مهال د هر راز مرستو چمتوالی څرګند کړ.
ورپسې په ترتیب سره د کابل پوهنتون، کابل طبي پوهنتون، کابل پولیتخنیک پوهنتون، د ښوونې او روزنې پوهنتون، د خوست پوهنتون، د پکتیا پوهنتون او البیروني پوهنتون د مختلفو پوهنځیو فارغ التحصلانو ته د وردګ مشرانو له لوري ویاړلیکونه، تقدیرنامې او ډالۍ ورکړل شوې او غونډه په غرمنۍ، ټنګ ټګور او دعایې سره پای ته ورسیده.
یاده دې وي چې د تیرو څلورو کلونو راهیسې هر کال د وردګو د محصلینو لپاره د تعلیمي کال په پای کې د وردګو د محصلینو د اتحادیې، ځینو کلتوري ټولنو او مشرانو په نوښت ځانګړې نمانځغونډې جوړیږي او د نوو فارغ شوو محصلینو د فراغت جشن د ځانګړو مراسمو په ترځ کې نمانځل کیږي.














نظریې
وردګ دتاریخ په اوږدو کې دیر ویاړلي او تاریخي افتخارات لري ، لنډ مثالونه ېې غازي محمدجانخان وردګ- کریم خان وردګ - وزیرغلامحمد خان وردګ - ملامشک عالم وردګ - او ډیر نو ر چې زموږ دهیواد اکثریت قومونو په منځ کې دغه شانته کسان نشته ، نو له دې خاطره زه ډیر ویاړم چې زموږ وردګ محصلین هر ډول استعداد لري مګر نن چې دافغانستان اکثریت واګې دوردګو په لاس کې دی مثلا ( وزیر دفاع - وزیر معارف - وزیر امنیت ملي - ریس امنیت ریس جمهور - قوماندان قول اوردوی قندهار - قوماندان هواي قهرمانصاحب او ډیر نو ر اما وردګ یو پوهنتون نه لري او شاګردان ېې په جلا ل اباد - قندهار - -خوست او ډیرو نورو ولایتو کې تحصیل کوي ، وردګ هرڅه لري ، هر ډول متخصصین لري خو یو مبتکر دیپلومات او سیاست پوه نه لري هغه چې شته دوطن نه لرې دمحاجرت په ژوند کې دتنهايي ژوند ته ادامه ورکوي، ګران وطندارانو مخترعین - سیاست پوهان وروزی ، او زه تاسې ته د ( لراوب او همدارنګه بینوا ) ویبسایټو کې مقالې او مضامین لیکلي لفطا ېې ولونۍ او هر ډول موضوع چې سیاسي اړخ ولري زمانه پوښتنه وکړی زه ېې حتما درته لیکم، فقط تاسې ماته موضوع را ولیږی زه ېې درته په یوه هفته کې دتاسې ایمیل ته درلیږم ستاسې وطندار ، ستاسې خدمتګار، زما ایمل ادرس ته ېې را ولیژی
درنو باسو وعده کړی وه چی دوردګو دمحصلینو دفراغت دلمانځغوندی ټول عکسونه به دسایت له لوری وکتلی شی خو به بعصف سره ځومیاشتی تیریژی چی مینه وال منتظر دی ولی دعکسو مو درک نه لګیژی
به مننی سره
الله مو مل شه
Khalilullah Mayar,
Civil Engineering Weblog
http://civil_engineering.bloguna.tolafghan.com