زمونږ سلامونه ومني، خدای د وکړی چې ټول جوړ او روغ اوسي
سربيره پر دې غوارو ددغې وېب پاڼې له لارې دې نړۍ په هر ګوټ کې خوار واړه و ردګ او نور مينه وال (که افغانان او که بهرني ) يو دبل نه خبر او په اړيکه کې اوسي٠
محمدزبيرشفيقي
محمد زبير شفيقي د ارواښاد جنت ګل زوي دي چې له نن څخه پينځه ځلويښت كاله په خوا د وردګو ولايت دچك د ولسوالۍ دالي خيلو په كلي كې زيږدلى دى، زده كړې ېې د حضرت عمر فاروق په لېسه كې سرته رسولې او په ۱۳۵۶ كال كې فارغ شو او د همدې كال د كانكور په ازموينه كې د كابل پوليتخنيك ته بريالى شو او په ۱۳۵۷ لمريز كال د غوايي له كودتانه وروسته د پوليتخنيك په دوهم سمستر كې ؤ چې مهاجرت ته اړ شو او پيښور ته ولاړ د همدې كال په وروستيو كې د جهاد لپاره د پكتيا ولايت ته راغى او ۱۳۵۸ لمريز كال د نورومجاهدينو سره يو ځاي خپلې سيمې چك ولسوالۍ ته راغى په۱۳۶۳لمريز كال بيرته پيښور ته ولاړاو هلته يې په كلتور او ادبي هځو لاس پورې كړ محمد زبير شفيقي په تيرو شلو كلونو كې له مختلفو كلتوري او فرهنګي مركزونو سره تړاو درلود د زيادتره جهادي خپرونو ليكوال غړي يا مسؤل ؤ په شفق مجله، شهادت جريده، اميد، حريت، منبع الجهاد مجلو كې يې د ليكنې پلاوې غړيتوب درلود.
استاد حبيب الله رفيع
استاد حبيب الله رفيع دهېواد هغه پيژندل شوي سياسي ادبي فرهنګي او ټولنيز شخصيت دى چې دده دپېژندلګلوۍ لپاره يواځې دده نوم اخيستل كفايت كو ي، دهېواد په خپرونو كې پرته له يوې نيمې څخه كه د هر اخبار مجلې پاڼې واړوى نو داستاد ليكنه به د تندي دخال په څېر په كې وګورئ او همدا رنګه كه د راديو غوږ تاو كړئ نو په يوه نه په يوه څپه كې به مو د استاد غږ تر غوږ شي چې په ورځنيوسياسې ادبې اوفرهيګې مسايلورڼا اچوې. استادرفيع داوس مهال دادب دډګردنويوځوانانوپه دروزنې په برخه كې ډيرزيات زياروباسې هغه ځوانان چې دامطبوعات نړۍ ته نوې رادانكلې استادرفيع يې په روزلوكې رغنده رول لري. استاذحبيب الله رفيع دځوانواديبانوشاعرانو، ژونالستانوټولې هغه ليكنې چې هغه چاپ ته وړاندې كيږي په خواغورسره ګوري اوچاپ ته يې چمتوكوي.استاديوپياوړى شخصيت دي چې په راتلونكې بحث كې به
اروښاد ارسلان سلیمی
د ارواښاد استاد نوم محمد ارسلان او تخلص يې سليمي او دپلار نوم يې اسدخان دى د ۱۲۹۷ هجري لمريزكال چې د۱۹۱۸ ميلادي نيټې سره سمون خوري د ورودګو ولايت دجغتو ولسوالۍ د ګلدرې (كنده كول) د سيمې دليګي باباخيلو د كلي په يوه درنده او دينداره كورنۍ كې زيږيدلى دى، چې دګوربت دلوړو او تاريخي غرونو لويديځې خواته موقعيت لري او په خټه مايار وردګ دى. ارواښاد سليمي دوه وروڼه او يوه خور درلودل، چې دوروڼو نومونه يې محمد سليم سليمي او محمد جمال سليمي دى او دهغه ورور (محمد سليم سليمي) دهيواد په مختلفو اداروكې رسمي دندې سرته رسولې دي او دخپلو دندو زيات وخت يې دهلمند په ولايت كې تير كړى دى. استاد سليمي واده كړى وو او د دريو زامنو او دريو لوڼو خاوند وو، د زامنو نومونه یې عثمان سلیمي، ګوربت سلیمي او میرویس سلیمي دی، چې اوس یوازې عثمان سلیمي ژوندی دی. ارواښاد سليمي دخپل وړكتوب د دورې خواږه كلونه د خپل پلار اومور ترمستقيمې څارنې لاندې په خپل كلي كې تير كړي دي. ارواښاد له خپل وړكتوب څخه دهوښيارۍ نبوغ او له خپل كلي او
ولس سره دهمدردۍ او مرستې د احساس لرونكى وو، دښوونې او روزنې سره يې بې كچې مينه وه، دغريبانو او بې وزله وګړو په حال يې زړه سوزېده،
د وردګو د فارغ شوو محصلینو د نمانځغونډې راپور

د هیواد د مختلفو پوهنتونونو څخه د وردګو د ۳۰۰ فارغ شوو محصلینو نمانځغونډه د یو لړ درنو، شانداره او پرتمینو مراسمو په ترځ کې جوړه او فارغ شوو محصلینو ته د مشرانو له خوا ویاړلیکونه، ډالۍ او ستاینلیکونه ورکړل شول.
په هغه غونډه کې چې له همدې کبله د ۱۳۸۹ د مرغومې په لسمه نیټه د کابل ښار د خوشحال مینې د باختر په هوټل کې جوړه شوې وه له ۱۰۰۰ څخه زیاتو کسانو ګډون پکې کړی وو چې د سهار په لسو بجو پيل د ماسپښین تر یوې بجې پورې یې دوام درلود.
نورې لیکنې...












٠