د پيام آزادۍ رادېو تلويزيون مرستيال او د پرګرامونو د تهې مسؤل ؤ او نه (۹) كاله د سهار ملي ورڅپاڼې چې د پيښور نه خپريده مسؤل مدير ؤ.زبير شفيقي دهجرت په چا پېر يال كې په ګڼ شمېر وركشا فونو علمي سمينارونو اوكنفراسونو كې برخه اخېستې، دتهران راديوسره يې دسياسي مبصر په حيث كار كړى دى.زبير شفيقي دمختلېفو نړيوالو تلويزوني چينلواو راډيوګانوسره يې دهېوادپر سياسي، ټولنيزو، اوادبي موضوعاتو وخت پروخت بحثونه كړې دې چې هروخت يې دڅورېدلې دردېدلې هېواد په حا لاتو رڼااچولې ده. شفيقي صاحب هروخت سپېنې اوشفا فې خبرې كوي نو څكه هروخت دراډيواو تلويزون دګردي ميزمېلمه وي. دنوموړي له اثارو څخه دمرګ لارويان، نه هيريږي وطن، ياد ښتونه، د تياروبه تل کي، د کيسولنډه ټولګه، دقلم څار، او دتکبيره ترفرياده، اد بي سياسي کالمونه يي ليکلي اثاردي داروا ښاد نسيم حجازي يولس ټوکه تاريخي ناولونه يي ژباړلي آثاردي چې د نوموړي ددې ژپاړل شويو آثارو څخه دهيواد په ســطحه هرکلي شودي. اود هيواد په ګوټ، ګوټ کې د مينه وا لو ترګوتو رسيد لۍدۍ دا پياوړۍ ليکوال اوژورناليست همدومره ناچاپ آثارهم لري چې په هغوى کې يې ځينې مهم دادي: شاهين وروستى مورچل د غازي داستان شهر نا پرسان داوښکوپه ژبه يوه پوښتنه معظم علي توره ما ته شوه او دې ته ورته نورداسې آثار يي د يادولو وړدي . د محمد زبير شفيقي دابي، فر هنګي، کلتوري، سياسي، هڅو لړۍ اوس هم همداسې روا نه ده چې اوس مهال د (ويسا ) ورځپاڼې مسول مديردۍ همدا رنګه دامريکاغږ، آزادۍ راډيو، اوبي بي سي دپښتو اوفارسي خپرونو سره دافغانستان په هر اړخيزو مسايلو باندې رڼا اچوي محمد زبير شفيقي د ارواښاد جنت ګل زوى دى چې له نن څخه ٤۶کاله پخوا د وردګو ولايت د چک ولسوالۍ په اله خېلو کې زيږېدلى. زدکړې يې دبمبايي په لېسه (ننى دحضرت عمر فاروق لېسه ) کې سرته ورسولې او په ١٣٥٦ لمريز کال فارغ شو. د همدې کال په کانکور ازموينه کې د کابل پولي تخنيک ته بريالى شو، پر ١٣٥٧ لمريز کال د غويي له کودتا نه وروسته د پولي تخنيک په دوهم سمسترکې ؤ چې هجرت ته اړ شو او پېښورته ولاړ. د همدې کال په وروستيو کې د جهاد لپاره پکتيا ولايت ته را غى او بيا پر ١٣٥٨ لمريز کال له نورو مهاجرينو سره يو ځاى خپلې سيمې چک ولسوالۍ ته راغى، په ١٣٦٣ لمر يز کال بېرته پېښور ته ولاړ او هلته يې په فرهنګي او ادبي هڅو لاس پورې کړ. محمد زبير شفيقى په تيرو شلو کلونو کې له مختلفو فرهنګي اوکلتوري مرکزونو سره تړاو درلود، د زياترو جهادي خپرونو ليکوال غړى او يا مسوول او په شفق مجله، شهادت جريده ، اميد، حريت، منبع الجهاد او نورو ګنو مجلو کې يې د ليکني پلاوي غړيتوب درلود. د پيام آزادۍ راډيو تلويزيون مرستيال او د پروګرامونو مسوول و او نهه کاله په پېښور کې د سهار ملي ورځپاڼې مسوول مدير و. شفیقي صیب د هجرت له دیاره په بېرته راګرځېدو سره نږدې يو كال د ميدان وردګو ولايت د راديو تلويزيون اداري سرپرست ؤ او اوس له كابل نه د خپريدونكې ويسا ورځپاڼې مسؤول مدير دى. محمد زبير شفيقى د هجرت په چاپيريال کې په ګڼ شمېر ورکشاپونو، علمي سمينارونو اوکنفرانسونو کې برخه اخیستې، له تهران راډيو سره يې د سياسى مبصر په حيث کار کړى او له مختلفو نړيوالو تلويزيونې او راديويي چينلونو سره يې د هېواد پر سياسي، ټولينزو او يا ادبي موضوعاتو ګڼ شمېر ليکنې خپرې شوې دي. محمد زبير شفيقي تر اوسه پورې نږدې څلوېښت ټوکه ژباړلي او چاپ شوي اثار لري چي د آثارو بشپړ لست یې په لاندې توګه دی:]] د جهاد زمزمې( لومړى شعري ټولګه) د وينو پيغام ( دوهمه شعري ټولګه) د تيارو په تل كې ( د لنډو كيسو ټولګه) په چك او دايميردادو كې اسلامي پاڅون ( د سيمې د جهاد پېښليك) په چک او دایمیردادو كې ښوونه او روزنه (د جهاد په بهير كې د ښوونې او روزنې بهير) د ميدان ښار فتحه ( جهادي پيښليك) د مرګ لارويان( جهادي يونليك نه هيريږي وطن ( ژوندلیک) د قلم څار ( د كالمونو لومړۍ ټولګه) له تكبيره تر فرياده ( کالمونو دوهمه ټولګه) ميړونه _ ګړنګونه ( منځنۍ داستان له پيښور نه خپريدونكې اميد مجله كې خپور شوى دى) د پرديسۍ له مېنو د هيواد تر غيږې ( څو بيلابيل يونليكونه چې خواره واره چاپ شوي دي) ناچاپ د اوښكو په ژبه يوه پوښتنه ( تكلونه) ښارناپرسان ( د كالمونو ټولګه) د سهار په هنداره كې ( د سهار ورځپاڼې سرليكنو غورچاڼ) نه هيريږي وطن (ژوندلیک دويم ټوك) يا زه نه واى يا…..زه! ( د كالمونو ټولګه) هيواد د سيمې د استخباراتي كړيو په لومو كې ( د سياسي ليكنو غورچاڼ) كه زه حاكم واى! (د كالمونو ټولګه چې خواره واره خپاره شوي دي) وير او وياړ ( د شعرونو ټولګه چې خواره واره خپاره شوي دي) زوړ بيوپاري ( د لنډو كيسو ټولګه) ژباړې ( چاپ) شاهين تاريخي ناول ( د ارواښاد نسيم حجازي ليكنه) د غازي داستان ( د ارواښاد نسيم حجازي ليكنه) محمدبن قاسم ( د ارواښاد نسيم حجازي ليكنه) وروستۍ جګړه ( د ارواښاد نسيم حجازي ليكنه) وروستى مورچل ( د ارواښاد نسيم حجازي ليكنه) د تروږمۍ مساپر ( د ارواښاد نسيم حجازي ليكنه) د حجازكاروان ( د ارواښاد نسيم حجازي ليكنه) انسان او ديوتا ( د ارواښاد نسيم حجازي ليكنه) قيصر او كسرا ( په دوو ټوكونو كې ، د ارواښاد نسيم حجازي ليكنه) كليسا او اور ( د ارواښاد نسيم حجازي ليكنه) يوسف بن تاشفين ( د ارواښاد نسيم حجازي ليكنه) معظم علي ( د ارواښاد نسيم حجازي ليكنه) د سيتارام يادښتونه ( يو تاريخي اثر) ده روز در اسارت طالبان ( د انګريزۍ خبريالې ميرمن ريډلي يادښتونه ) د طالبانو افغانستان ( د نوماندې ژورناليستې كرستينا ليمب اثر) جنګي كلا ( له اردو ژبې ژباړل شوى ناول دى چې د هيواد د وروستيو كلونو يو ادبي تصوير يې بللاى شو. د افغانستان تارخ او خپرونې ( له محترم فدامحمد فايض سره ګډه ژباړه) د افغانستان لڼده جغرافيه ( د غلام جيلاني شبل ليكنه ) د تنكيو ځوانانو لپاره قرآني كيسې ( د ارواښاد ابوالحسن علي ندوي اثر) مات وزر او ژيړې پاڼې ( د خليل جبران دوه ناولونه) زه ولې مسلمان شوم؟ ( د نوماندو شخصيتونو د مسلمانيدو ارواپالې كيسې) په جهاد هنداره او بيلابيلو خپرونو كې خورې ورې خبرې شوې. د نړۍ ستر جاسوسان ( له لارنس تر ماتاهري ) په سهار ورځپاڼه كې خورې ورې خپرې شويې ليكنې دي. ناچاپ ژبا او توره ماته شوه ! د نسيم حجازي تاريخي شهكار ناول ان شا الله چاپ ته چمتو. د عمر فاروق (رض) ستر جنرالان ( تاريخي اثر) او يو شمير نور خواره واره آثار…. د شعر او شاعرۍ په هكله ښاغلى شفيقي وايي، چې د شعر او شاعرۍ په باب بايد ووايم چې هيڅكله مې هم ځان بشپړ شاعر نه دى ګڼلى، يو وخت چې ما د نظم او شعر ويلو هڅه كوله هغه يو بيل دوران ؤ، د خوبونو او خيالونو يو داسې دوران چې هيڅكله به هم بيا زموږ په ژوند كې تكرار نشي، دا د هغه چاپيريال او دوران جادو ؤ چې زما په څير عادي خلكو نه يې شاعران جوړ كړي وو، ما چې د هغه سپيڅلي پېر پر مهال څه شعرونه ويلي دي بس د همغو ورځو خبره وه، وروسته چې زه پر ځان پوهيدم چې شاعر كيږم وخت لټ وخوړ او حالاتو له مانه دا شيمه واخيسته چې له شعر او شاعرۍ سره اړيكې وساتم، بس هرڅه تير او پسې هير شول، زما د هغه مهال شعرونه او يا نظمونه كه د هنر او معيار په تله څوك تلي نو ښايي له كوم نيم پرته شعر كې حساب نشي، خو ماته د يوه ډير سپېڅلي دوران او احساس د يادګار په توګه يو ځانګړى ارځښت لري، اوس ښه شعر اورم، لولم يې، لوستل او اورېدل يې د پخوا په څېر خوند راكوي، كله كله په ذهن كې مات ګوډ تصويرونه هم جوړ كړم، خو د ليكلو شيمه يې را سره نه وي، هماغسې پاتې شي او بيا د وخت تر ګردونو لاندې پټ شي، زه به دلته د درانه پسرلي صيب يوه خبره تكرار كړم چې كاروان ، شرر، پسرلى ، ډاكتر اكبر او نور درانه او منلي شاعران وي ما ته څه حاجت دى چې هسې د خلكو د خولې خوند ور خراب كړم! شفيقي صاحب د نسيم حجازي ناولونه نور پاى ته نږدې كړي دي او وايي، چې د لوى خداى په ځانګړې لورېينه د ارواښاد نسيم حجازي د هغو شهكار ناولونو پښتو ژباړه نور په ريښتيا چې وروستيو شيبو ته رسيدلې، وروستی تاريخي ناول چې اوس بشپړيدو ته نږدې دى ( او توره ماته شوه) تاريخي ناول دى چې دا د معظم علي د تاريخي داستان دوهمه برخه هم ده، ځكه چې كركټرونه يې هماغه دي او د معظم علي د تارخي داستان لړۍ ده چې پسې غځيږي، زه به كه د خداى خوښه وه ددې ناولونو د ژباړې له بشپړيدو وروسته له يوه پلوه پر همدې ژباړو بيا نظر كوم، په لومړۍ ژباړه كې كه چيرته څه خامۍ او كمزورۍ پاتې وي چې خامخا شته د هغو د سمون يوه بله هڅه به كوم، له دې سره ليكنې او ژباړې اوس زما عادت شوى دى، دا زما د ژوند برخه ګرځيدلې ده طبيعي ده چې د ارواښاد نسيم حجازي له ناولونو وروسته به په ليكنو بوخت يم، خو دا بيا بېله خبره ده چې د نسيم حجازي آثار يو ځانګړى مقام لري او ګرانه ده چې هرڅوك په دغسې لوړ كيفيت او معيار آثار وليكلاى شي، زه خو د ارواښاد د آثارو رڼا ته ناست يم، د همدغې رڼا تر اغېز لاندې به هڅه كوم چې د خپل درانه ولس د برميال جهاد پېښې تر كومه حده چې كولاى شم خوندي كړم، خو بايد اعتراف وكړم چې ما تر ننه څومره ليكلاى شواى سبا ته دومره شيمه په ځان كې نه وينم، د يو لړ ناروغيو او ناخوالو زور اوس ماته ددې مجال نه راكوي چې د پرون په څير هركاره واوسم، د ورځپاڼې د درانه مسووليت ترڅنګ به ماته د ادبي ليكنو فرصت لږ وي، خو كه د خداى رضا وه زه به په تر ټولو ړومبى د (نه هيريږي وطن) يادښتونو لړۍ ته دوام وركړم او دا پر ځان د خپل مظلوم او درانه ولس يو امانت بولم چې بايد خوندي شي، له ستر پالونكي ذات ( ج) نه يې د بشپړولو توان غواړم. د ښې ليکنې يا ښه شعر په اړه شفيقي پدې اند دى، چې ښه ليكنه او ښه شعر چې شهكار وګڼلاى شي، داسې تعريفوو: كومه ليكنه كه نظم وي كه نثر چې پر ډيرو خلكو اغېز وكړي او په هغوى كې مثبتې جذبې را وتخنوي، ټولنې ته يو ښه لورى وركړي، د ژوند يو غوره او ښكلى تصوير وځلولاى شي شهكار ګڼل كيداى شي. د شهكار اثر په اړه د هرې ټولنې او هرې سيمې نظر او هغو ته ټاكلي معيارونه سره توپير لري، ښايي يو اثر په يوه ټولنه او قوم كې شهكار منل شوى وي خو په بله كې بيا هغه مقام ونه لري، د ساري په توګه د ښكلا په باب د نړۍ د ټولو اولسونو معيارونه او ځانګړتياوې توپير سره لري، شهكار اثر هم اصلاً د منل شوې ښكلا يوه بڼه ده چې طبيعي ده څه توپيرونه سره لري، خو يو لوړ شهكار زما په نظر هماغه اثر دى چې د نړۍ د ټولو انسانانو په منځ كې ډير مينه وال ومومي، په دې معنا چې د ډيرو انسانانو ايډيال او ارزښت پكې پالل شوى او خوندي وي، د خليل جبران (پيغمبر )، د رابيندرناټ ټاګور( ګيتانجلي ) او نور په دې پوړ كې راتلاى شي، زه په لنډو ټكيو كې وايم چې كوم آثار چې انساني پيغام لري او څومره چې دغه پيغام پراخ وي د اثر پر پخوالي او لوړ ارزښت ګواهي وركوي او شهكار ګڼل كيږي. لونګ : ځينې ځوانان چې د شعرونو يا ليکنو په لومړيو پړاوونو کې وي، نو د خپلو ليکنو يا شعرونو د ارزولو يا کره کتنې لپاره زړه نه ښه کوي، په غالب ګومان دوي فکر کوي چې په ليکنو يې نقد نه کېږي بلکې سپکاوي يې کېږي، په دې اړه د کره کتونکو لپاره او همدا راز د نويو ځوانو ليکوالو په اړه کومې لارښوونې ضروري ګڼي؟ شفیقي: كره كتنه زما په نظر د لوړو آثارو د پنځونې لپاره تر ټولو ډيره اړينه ده، كه موږ هرڅومره پردې باور وو چې شعر او يا ادبي ليكنې او فنپارې الهامي وي، بيا هم د تجربو او زده كړو، اصولو او چوكاټونو لپاره اړتيا شته، كره كتنه همدغه وروستۍ اړتيا پوره كوي، كه كره كتنه دغه اړتيا پوره نه كړي بيا خو بل شى شول، په دې برخه كې زه څو عرضونه لرم: لومړى دا چې موږ زيات وخت خپل پټ استعدادونه او وړتيا وې نه ارځوو په تقليدي بڼه يوه كار ته اړم شو، دې ته بايد زموږ ځوان كول ښه پام وكړي، دا ضروري نه ده چې موږ هر يو دې شاعر شو، يا دې كيسه ليكوال او يا ….څيړونكى شو، يوازې هغه ځوانان دې هڅه وكړي چې خپل شعر تر كماله ورسوي چې د شعر پيريان په ريښتيا پرې كښېني، يانې په كلام كې يې د شعر تومنه وي، خيالونه يې د شعر په ګلورينو واديو كې چكرې وهي، دداسې ځوانانو سره بيا د مشرانو شاعرانو له خوا مرسته ضروري ده، دوى بايد وهڅول شي او له دې سره په مينه ناك ډول ددوى پر آثارو كره كتنه وشي، غلطۍ او كمزورۍ يې ور سمې كړاى شي او داسې لارښوونې ورته وشي چې د هغوى شعري ملكه نوره هم پكې وده وكړي. د شفيقي صاحب خاطره: زما ښې خاطرې هم ډيرې زياتې دي، چې زه پرې د ستر څښتن تعالا شكرونه كاږم، زه به يې يوه درته ووايم، يوه ورځ د اوسني شعر يوه پياوړي او نوميالي سر وان، ښاغلي كاروان يوه ورځ زنګ راته وواهه او بيا يې په خپله مينه ناكه لهجه را ته ويل چې دا د نسيم حجازي ناولونو ژباړه دې ستر كار كړى دى خداى دې نور هم بريالى لره، ما څو موده مخكې د محمد بن قاسم نوى ژباړل شوى اثر وركړى ؤ، را ته ويل يې چې هغه ناول مې هسې په تاخچه كې كيښود او لوستو ته يې چندان جوړ نه وم، هماغسې پروت ؤ يو ماښام مې را پورته كړ، ما وې څو پاڼې ولولم چې څه پكې دي، داستان كرښه پر كرښه ور كشولم، تردې چې مجبور شوم تر پايه يې ورسوم، بيا ښاغلي كاروان د داستان او ژباړې ډيره ستاينه كوله، همدغسې ډيرو نورو سترو او نومياليو ليكوالو او اديبانو وخت پر وخت ماته په دې اړه ډيرې د مينې او لورېينې خبرې كړې چې دا ټول زما د ژوند توښه، د كار شيمه او د غوره يادونو يوه په زړه پورې برخه ده، په دې برخه كې زه د خپلو درنو مشرانو او دوستانو، استاذ پسرلي، كاروان، بشارت، درنې خور ليلا خرم، اسدالله غضنفر، او په لسګونو نورو درنو اديبانو او ليكوالو مينه او هڅونه يوه ستره تكيه بولم او له ټولو مننه كوم













