محمد زبير شفيقي د ارواښاد جنت ګل زوي دي چې له نن څخه پينځه ځلويښت كاله په خوا د وردګو ولايت دچك د ولسوالۍ دالي خيلو په كلي كې زيږدلى دى، زده كړې ېې د حضرت عمر فاروق په لېسه كې سرته رسولې او په ۱۳۵۶ كال كې فارغ شو او د همدې كال د كانكور په ازموينه كې د كابل پوليتخنيك ته بريالى شو او په ۱۳۵۷ لمريز كال د غوايي له كودتانه وروسته د پوليتخنيك په دوهم سمستر كې ؤ چې مهاجرت ته اړ شو او پيښور ته ولاړ د همدې كال په وروستيو كې د جهاد لپاره د پكتيا ولايت ته راغى او ۱۳۵۸ لمريز كال د نورومجاهدينو سره يو ځاي خپلې سيمې چك ولسوالۍ ته راغى په۱۳۶۳لمريز كال بيرته پيښور ته ولاړاو هلته يې په كلتور او ادبي هځو لاس پورې كړ محمد زبير شفيقي په تيرو شلو كلونو كې له مختلفو كلتوري او فرهنګي مركزونو سره تړاو درلود د زيادتره جهادي خپرونو ليكوال غړي يا مسؤل ؤ په شفق مجله، شهادت جريده، اميد، حريت، منبع الجهاد مجلو كې يې د ليكنې پلاوې غړيتوب درلود.
WARDAK.DE
محمدزبيرشفيقي
د وردګو د فارغ شوو محصلینو د نمانځغونډې راپور

د هیواد د مختلفو پوهنتونونو څخه د وردګو د ۳۰۰ فارغ شوو محصلینو نمانځغونډه د یو لړ درنو، شانداره او پرتمینو مراسمو په ترځ کې جوړه او فارغ شوو محصلینو ته د مشرانو له خوا ویاړلیکونه، ډالۍ او ستاینلیکونه ورکړل شول.
په هغه غونډه کې چې له همدې کبله د ۱۳۸۹ د مرغومې په لسمه نیټه د کابل ښار د خوشحال مینې د باختر په هوټل کې جوړه شوې وه له ۱۰۰۰ څخه زیاتو کسانو ګډون پکې کړی وو چې د سهار په لسو بجو پيل د ماسپښین تر یوې بجې پورې یې دوام درلود.
جنرال عبدالغني وردګ
جنرال عبدالغني د هېواد له هغو ساتونكيو پوځيانو څخه و چې د افغان ملت د هوساينې او سوكالۍ لپاره يې خپل سر نذرانه كړ.
عبدالغني په 1301ل كال له عبدالوهاب خان وردګ كره دې نړۍ ته سترګې پرانيستلې، عبدالغني وردګ دوردګو ولايت د چك ولسوالۍ په كوتره كلي كې زېږېدلى، لومړنۍ زده كړې يې همدلته په كلي کې وكړې. په زده كړو كې تكړه و او د غوره وړتيا له مخې په 1316ل كال په حربي ښوونځي كې شامل شو. په برياليتوب يې دغه ښوونځى پاى ته ورساوه او د لوړو پوځي زده كړو لپاره حربي پوهنتون ته لاړ او په 1322ل كال يې د ممتاز زده كوونكي په توګه له دغه پوهنتون څخه په لوړه درجه د فراغت سند تر لاسه كړ او د هېواد او خلكو د خدمت لپاره يې په مينه خپلې مټې رابډ وهلې. له پوهنتون څخه تر فارغېدو وروسته هېواد ته دخدمت په لړ كې لومړى ځل په ملي دفاع وزارت كې د لومړي بريدمن په توګه په دنده وګومارل شو.
استاد حبيب الله رفيع
استاد حبيب الله رفيع دهېواد هغه پيژندل شوي سياسي ادبي فرهنګي او ټولنيز شخصيت دى چې دده دپېژندلګلوۍ لپاره يواځې دده نوم اخيستل كفايت كو ي، دهېواد په خپرونو كې پرته له يوې نيمې څخه كه د هر اخبار مجلې پاڼې واړوى نو داستاد ليكنه به د تندي دخال په څېر په كې وګورئ او همدا رنګه كه د راديو غوږ تاو كړئ نو په يوه نه په يوه څپه كې به مو د استاد غږ تر غوږ شي چې په ورځنيوسياسې ادبې اوفرهيګې مسايلورڼا اچوې. استادرفيع داوس مهال دادب دډګردنويوځوانانوپه دروزنې په برخه كې ډيرزيات زياروباسې هغه ځوانان چې دامطبوعات نړۍ ته نوې رادانكلې استادرفيع يې په روزلوكې رغنده رول لري. استاذحبيب الله رفيع دځوانواديبانوشاعرانو، ژونالستانوټولې هغه ليكنې چې هغه چاپ ته وړاندې كيږي په خواغورسره ګوري اوچاپ ته يې چمتوكوي.استاديوپياوړى شخصيت دي چې په راتلونكې بحث كې به
دهيواد لوي خدمتګار-ډاكتر عبدالوكيل
ډاكتر عبدالوكيل اصلادميدان وردګو ولايت دنرخ ولسوالۍ دی.دی د(۱۳۰۲) هـ ش كال دحمل په مياشت كې په كابل كې زيږيدلى دى. لومړنۍ زده كړې يې دكابل ښار په استقلال او غازي ليسو په ښونځيو كې كړيدي اود غازي ليسې ددولسم ټولګي څخه فارغ شو دغه مهال دويمه له نړيواله جګړه روانه وه ، همدغه وخت دښونې او روزنې دوزارت لخوا هندوستان ته وليږل شو او دفنصل آباد په پوهنتون كې شامل شو ليسانس يې له همدغه پوهنتون څخه تر لاسه كړ اووروسته پيا كابل ته راغي او دښوونكي په توګه دكابل په دارالمعلمين كې دنده وروسپارل شوه او دوه كاله يې دښوونكي دنده تر سره كړه . ارواښاد ډاكټر عبدالوكيل (۱۹۴۸) م كال چې (۱۳۲۷) هـ ش سره سمون خوري لندن ته ولاړ او هلته يې دكرنې په برخه دكتورا
واخستله او (۱۹۵۲)م كال چې (۱۳۳۱)هـ ش سره برابره ده كابل ته راغى او دهلمند په ولايت كې دزراعت رئيس وټاكل شو او (۱۲)كاله
Weitere Beiträge...
Seite 1 von 2








